په نوښار کې یوه امنیتي چارواکی ندیم بخاري رسنیو ته ویلي، چې د برید په ترڅ کې یو تن وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي.
نوموړی زیاته کړه، چې یوه ځانمرګي بریدګر د مال روډ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه موټر په نښه کړی.
یو بل امنیتي سرچینه وایي، برید د پاکستان پوځ اړوند د ملېشو ځواکونو پر موټر شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د پيښې ټپیان پوځي روغتونون ته وړل شوي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکي وایي ورته بریدونه د پاکستاني طالبانو اړوندو ډلو له خوا ترسره کېږي.