دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 163836
تاله او برفک ولسوالی کې د امنیتی ځواکونو پرمختیا
بامیان ولایت سیمه ایز مسؤولین وایی چی امنیتی ځواکونه د بیرته نیولو عملیات د تیره ورځ څخه شروع کړی او ډیر ژیر به د تاله او برفک ولسوالی د مخالفانو وجود څخه پاک کړی.

لطیف عظیمی؛ د بامیان والی دستیار، د افغان غږ خبرنګارانو ته وویل: د تیری شپی د عملیات په ترڅ کې چی د هیواد ملی اردو ضربتی قطعه ځواکونه د تاله او برفک په ولسوالی کې ترسره کړه، د ۱۲ تنو څخه ډیر طالبان وژل شوی او ځینی نور ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه، د طالبانو ځینی مهمات او تجهیزات د امنیتی ځواکونو لاسونو ته لویدلی او طالبان د تیښتی په حال کې دی.
عظیمی زیاته کړه چی د تاله او برفک ولسوالی د بیرته نیولو عملیات په شدت سره جریان لری او ډیر ژیر به دا ولسوالی د مخالفانو شتون څخه پاک شی.
د امنیتی ځواکونو په وینا نږدی ۲۰۰ تنه د خلګو غورځنګ څخه د ملا کبیر په مشری د بامیان-بغلان په مرزی نوار کې د آماده باش په حالت کې قرار لری.
تیره اونی سه شنبه د ۶۰۰ تنو څخه ډیر وسله وال طالبان خپل تهاجمی برید د تاله او برفک پر ولسوالی باندی شروع کړی وو او د څو ساعتونو نښتو وروسته د تاله او برفک ولسوالی ونیوله.
د ۱۰ څخه ډیر ورځې کیږی چی د تاله او برفک ولسوالی د طالبانو تر تصرف لاندی وو او په دی وخت کې طالبان ځینی امنیتی او ملکی کسان شهید کړی او خلګ خپل کورونو پریښودلو ته اړ شوی دی.
 
 
https://avapress.com/vdcc11qse2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته