دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 163838
بشری حقونو سازمان: امریکا او افغانستان حکومت په افغانستان کې د بمباریو له امله ملکی تلفاتو په اړه پوره پلټنه نه کوی
بشری حقونو سازمان وایی چی په افغانستان کې د غیری قانونی بمباریو له امله چی د ملکی تلفاتو د ډیریدو لامل کیږی، پوره څیړنه نه کوی.

ددې سازمان یو نوی رپوټ وایي چې افغان او امریکایي مقامات په هغو سیمو کې چې هوایي بریدونه کیږي د عیني شاهدانو سره مرکو ته بې میله دي.
په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار سازمان د پنجشنبې په ورځ(مۍ۱۷) په یو رپوټ کې په ننگرهار ولایت او د افغانستان په څو نورو ولایتونو کې وروستیو هوایي بریدونو ته په اشارې ویلي چې د ملکي مرگ ژوبلې او ولسي خلکو ته د اوښتي تاوان په اړه سمې پلټنې او د زیانمن شویو وگړو سره مرکې ندي شوي.
ددې سازمان د افغانستان د برخې څیړونکې پاتریشیا گاسمن ویلي " کله چې د دوی په هوایي بریدونو ملکي وگړو ته زیان ورسیږي امریکایي او افغان ځواکونه مکلف دي چې د جگړې له قانون نه د ممکنو سرغړونو په اړه پلټنې وکړي."
میرمن گاسمن وایي تر هغه چې د بمباریو نه د بچ شویو کسانو او عیني شاهدانو سره خبرې ونشي، نشي کیدای چې د پیښې پوره جاج واخیستل شي.
د برشي حقونو نړیوالو قوانینو او مقرراتو د جگړې ښکیل اړخونه د ملکي وگړو په نښه کول، هغوی سپر کول او هغوی ته تاوان رسول منع کړي دي او دا ډول عمل جنگي جنایت گڼي.
د بشري حقونو د څار سازمان د هوایي بریدونو د قربانیانو او عیني شاهدانو سره د مرکو له لارې دې ته نتیجې ته رسیدلی چې د افغانستان حکومت د ملکي مرگ ژوبلې په اړه د پلټنو ظرفیت نلري او امریکایي پوځیان هم د امنیتي دلیلونو په وجه په ساحه کې پلټنې نه کوي او یواځې د سپوږمکیو په انځورونو او د افغان ځواکونو په بې باوره رپوټونو بسیا کوي.
د بشري حقونو سازمان د ملکي تلفاتو په اړه د حقیقت موندنې لپاره عیني شاهدانو سره په مرکو، د ساحې په ارزونې، فزیکي مدرکونو، تصویرونو، طبي رپوټونو او نورو اسنادو باندې ټینگار کوي.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د ٢٠١٦ کال راهیسې د هوایي بریدونو له زیاتوالي سره ملکي مرگ ژوبله هم زیاته شوې ده.
ددې سازمان د رپوټ په اساس په ٢٠١٦ میلادي کال کې په افغانستان کې په هوایي بریدونو کې ٢٥٠ کسان وژل شوي او ۳۴۰ تنه ټپي شوي دي، خو په ۲۰۱۷ کې ٢٩٥ تنه ملکي وگړي وژل شوي او ٣٣٦ ټپي شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان وایي افغان حکومت باید د جگړې له قانون نه د سرغړونو په هکله د خپلو پلټنو پروسه پیاوړې کړي او د امریکا حکومت باید د ملکي مرگ ژوبلې پیښو په هکله جدي تحقیقات وکړي او پدې اړه د امریکا د پوځ بهر منابع نه پراخ شواهد ترلاسه کړي.
https://avapress.com/vdcexx8zvjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته