دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 163855
دفاع وزارت: بغلان تاله او برفک ولسوالی د وسله والو دښمنانو شتون څخه پاک شوي
د افغانستاان ملی دفاع وزارت وایی چی تاله او برفک ولسوالی د دښمنانو له شتونه پوره پاک شوی ده.

د ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د تاله او برفک ولسوالی د دښمنانو له شتون څخه تصفیه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د تاله او برفک ولسوالی له ځای پر ځای شويو ماینونو او چاودېدونکې توکو هم تصفیه شوې او دغه ولسوالی اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
په خبرپاڼه کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي شوي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو کابو لس ورځې مخکې د بغلان پر تاله او برفک ولسوالی ډلییز بریدونه پیل کړل او د سختو نښتو په پایله کې یې وسله والو طالبانو وتوانیدل چې د ولسوالی کنټرول له امنیتي ځواکونو څخه ونیسي.
 
https://avapress.com/vdcdks0fkyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته