دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۱
د مطلب کود : 163919
سعودی ولیعهد پیدا شو
د محمد بن سلمان؛ سعودی رژیم دفاع وزیر او ولیعهد د دفتر رییس، د یو عکس په خپرولو سره هڅه کړی ترڅو د هغه وژل کیدو په اړه شایعات پای ته ورسوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د محمد بن سلمان پوښتنه منځته راوړونکې غیبت وروسته، د هغه دفتر رییس هڅه کړی ترڅو د یو عکس په خپرولو سره شکاره کړی چی هغه سم او روغ دی، په دی حال کې ددی عکس مکان او زمان نامشخص پاته کیدو له امله تراوسه هم ډیر پوښتنی شتون لری.
د هغه اوږد مدته غیبت په لړ کې، ټولنیز شبکو ځینی کاربران د محمد بن سلمان د وژل کیدو احتمال څخه د ریاض سلطنتی ماڼیو کې د شپی ډزو او نښتو جریان کې خبر ورکړی وو.
ویل کیږی چی د هغه پیښی په جریان کې، سعودی سلطنتی کورني ارشد چارواکې د هغه جملی څخه سلمان بن عبدالعزیز، فورآ یو نظامی پایګاه ته لیږل شوی دی.
سعودی چارواکې د شایعاتو ډیریدو وروسته توضیح ورکړی چی ډزی ددی لپاره شوی چی ماڼیو لورو ته یو تفریحی بی سرنشینه الوتکه نږدی کیده او دا ډزی پر هغه الوتکې باندی شوي.
 
 
https://avapress.com/vdcezx8zojh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته