کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد کی په بېلا بيلو برخو کی ۳۵ تنه مخالفین وژل شوی

30 ثور 1397 ساعت 8:25

ویل کیږی، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان امنیتی ځواکونو په بریدینو کې ۶۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن ورځ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی، چې د دولت مخالفینو ته یاده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.
سرچنو زیاتوی، چې افغان ځواکونو په ننګرهار، غزني، کندهار، اروزګان، فراه، قندوز، بلخ، فاریاب، سمنګان، بغلان او هلمند ولایتونو کې ۱۳ چاڼیز او ۸۱ ځانګړي عملیات تر سره کړي.
په خبر پانه کی ویل شوی دی، په یاد عملیاتو کې ۳۵ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۲۲ تنه ټپیان او ۸ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 163921

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163921/د-هېواد-کی-په-بېلا-بيلو-برخو-۳۵-تنه-مخالفین-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com