دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 163925
اسرائیل يوځل بیا پر سوریې بریدونه کړي
اناتول خبري اژانس د سیمه ييزو سرچینو له قوله ویلي، اسرائيلي ټانګونو له اشغال شویو ګولان غونډیو څخه د سوریې په جنوب کې د حزب الله ډلې اړوند اهداف په نښه کړي دي.


دې سرچینې څرګنده کړې، اسرائيلو د قنيطره ولایت په شمال کې هغه سیمه ويشتلې چې د حزب الله ډلې وسله وال پکې مېشت دي.

د لبنان د حزب الله ډلې د دې برید او تلفاتو په اړه څه ویلي نه دي.

له بله پلوه نن سهار د دیرالزور په پوځي هوايي اډه کې د سترو چاودنو غږونه واورېدل شول، په دې اډه کې په زیات شمېر کې رژیم پلوه ملېشې مېشتې دي.

اناتول خبري اژانس ویلي، باور کیږي چې د دیرالزور د هوايي اډې چاودنې د اسرائيلو د بریدونو په پایله کې رامنځ ته شوې وي.

د سوريې رژیم تراوسه د دې دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم د دې بریدونو زیان څرګند شوی دی.

د یادونې وړ ده، اسرائیلو په دې وروستیو کې پر سوريې خپل بریدونه زیات کړي دي.
https://avapress.com/vdcb5fb8srhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته