کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر کابل ښار د توغندیز برید مخه ونیول شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 ثور 1397 ساعت 8:54

په پلازمېنه کابل کی د ملی امیني او دفاعي د ځواکونو په هڅه تیره ورځ پر کابل ښار د راکټي مخه ونیول شوه.


د کابل امنیه قومانداني چارواکي وایي، د کابل د پغمان ولسولی له مربوطاتو څخه څلور سکر-۶۰ راکټونه چې د برید لپاره چمتو شوي وو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا کشف او د امنیتي ځواکونو د انجنیري ټیم له وا شنډ کړای شول.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزي ریاست چارواکو تېره اوونی وویل چې امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د یوې لویې چاودنې مخه نیولې ده.
د چارواکو په وینا، چاودېدونکی توکې د د کابل ولایت د قره باغ ولساوالی په مربوطاتو کی په عامه لاره کی یوې پلچک لاندې د چاودنی له پاره برابره شوي وو.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.


د مطلب کود: 163927

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163927/پر-کابل-ښار-د-توغندیز-برید-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com