دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 163934
د پوهنې وزارت: نا امني په فراه کې د ۴۱۱ تعلیمي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوې
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په فراه کې د وروستۍ جګړې له امله سلګونه تعلیمي موسسې او ښوونځي تړل شوي او یولک او ۴۰ زره زده کوونکي او د عالي تحصیلاتو د موسسو محصلین له زده کړو بې برخې شوي دي.
وسله والو طالبانو د تېرې سې شنبې په سهار د فراه پر مرکز او شااوخوا سیمو پراخه حمله پېل کړه او د راپورونو په حواله، د لنډ وخت لپاره یې د ښار مرکزي چوک او يوشمېر دولتي ودانۍ هم نیولې وې،خو د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو تر پېل وروسته چې ناټو ځواکونو یې هوايي ملاتړ کاوه، له ښاره وتښتېدل.
د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس او ویاند کبیر حقمل بېګا ازادي راډیو ته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې ښايي یو شمېر ښوونځي بېرته پرانیستل شي، خو د لوړو زده کړو د یو شمېر موسسو په ګډون، د زیاتو ښوونځیو چې ودانۍ یې تخریب شوي او په هغو سیمو کې دي چې خلک یې د جګړې له امله تښتېدلي، د تعلیمي بهیر بیا پېل ښايي وخت ونیسي.
کبیر حقمل وویل:
"د فراه د مرکز شااوخوا سل ښوونځي داسې دي چې ستونزې به یې ډېرې وي، ځکه کورنۍ تښتېدلي، یوشمېر ښوونځي ډېر خراب شوي او خلک لا هم وېرېدلي، متاسفانه، موږ د یوه نظام او د یوه سیسټم په توګه په داسې حالت کې یوو چې موږ ته مهمه ده چې د خلکو ژوند تامين کړو او په هغو سيمو کې چې د خلکو ژوند ته ضرر رسېږي، خلکو ته د دې امکانات برابر کړو چې ډېر متاثر نه شي."
د کبیر حقمل په وینا، په فراه کې د معارف مامورین پرون شنبه بېرته خپلو دفترونو ته تللي وو او په هغه ولایت کې د معارف وزارت ته د رسېدلي مالي تاوان د جاج اخیستلو کار پېل شوی دی.
په فراه کې ټول ۴۱۱ تعلیمي مرکزونه چې ۳۹۷ ابتدائیه ښوونځي او د لوړو زده کړو ۳۲ موسسې، تعلیمي انستېتونه او د ښوونکو د روزنې ادارې په کې دي، تړل شوي دي.
په فراه کې د چارواکو په وینا، ۱۴۰ زره زده کوونکي او محصلین له تعلیمه پاتې شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس، کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د جګړې پرمهال، په ښوونځیو او د تعلیمي موسسو په ودانیو کې سنګرونه جوړ کړي وو چې له امله یې، په فراه کې معارف ته زیات مالي تاوان رسېدلی دی.
کبیر حقمل
کبیرحقمل زیاتوي:
"د دولت وسله والو مخالفینو په دې کې سنګرونه نیولي او بیا له دې لورې بریدونه شوي، زموږ عالي دارالمعلمین ډېر زیات متضرر شوی، یوه لېسه ډېره خرابه شوې او یو زراعتي انستېتیوت په بشپړ ډول له منځه تللی، دلته متاسفانه هم زموږ ودانۍ زیاتې تخریب شوې او هم نور تدریسي توکي له منځه تللي دي."
کبیر حقمل وویل چې په ټول افغانستان کې د جګړې له امله ۱۱۰۰ ښوونځي تړلي دي.
د هغه په وینا، د جګړې له امله د درې او درې نیم ميلیونو تر منځ ماشومان له زده کړې محروم دي. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbffb8arhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته