په افغانستان کې د پاکستان پوځ د اوپرسیون پخواني مشر د جنرال شاهد عزیز د وژلو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.
په افغانستان کې د پاکستان پوځ د اوپرسیون پخواني رئیس د وژلو په اړه راپورونه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 ثور 1397 ساعت 9:50
په افغانستان کې د پاکستان پوځ د اوپرسیون پخواني مشر د جنرال شاهد عزیز د وژلو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ دغه متقاعد جنرال څو موده وړاندې په افغانستان کې وژل شوی دی.
خو د جنرال عزیز زوی د خپل پلار په اړه خپره شوې راپورونه بې بنسټه بولی.
بلخوا د پاکستان پوځ پخواني مشر او د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف له دې وړاندې ویلي وو چې جنرال عزیز سوریې ته تللی دی.
نوموړی د ځینو سرچینو په حواله ویلي وو چې جنرال عزیز په سوریې کې وژل شوی دی.
د پاکستانی چارواکو په وینا، جنرال عزیز د ۳۷ کلونو لپاره د پاکستان په لیکو کې خدمت کړی او د ۲۰۰۵ په میلادي کال کې له پوځ څخه استعفا وکړه.
افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا لومړی نه دی چې په افغانستان کې د پاکستاني پوځیانو د وژلو په اړه راپورونه خپاره کېږي.
د مطلب کود: 163935