دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 163938
صلاح الدین رباني ختیځ بیت المقدس د فلسطین برخه ګڼي
رباني پرون شنبه د اسلامي همکارۍ د سازمان د مشرانو په فوق العاعده غونډه کې چې د ترکیې په استانبول ښار کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ پر وروستۍ لانجه د بحث لپاره جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حواله، صلاح الدین رباني په غزه کې پر اعتراض کوونکو د اسرائیلي ځواکونو وروستۍ حمله په کلکه غندلې ده.
د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه اسرائیلي ځواکونو پر یوشمېر فلسطني اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې ۶۰ تنه په کې ووژل او ګڼ شمېر نور زخمیان شول.
د اسرائیل دولت ویلي چې د حماس د وسله والې ډلې غړو هڅه کوله چې د سوله ییزې مظاهرې تر پوښ لاندې د اسرائیل پر خاوره حملې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmmdycw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته