دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 163941
دغزني ولایت اجرستان ولسوالۍ کې نښتې روانې دي
دغزني ولایت له اجرستان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ سختې نښتې روانې دي او طالبان د ولسوالۍ مرکز ته نېږدې شوې دي.
په دي ولایت کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي طالبان اوس مهال د ولسوالۍ مرکز په سل مترۍ کې دي او یوازې د ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومندانۍ د افغان ځواکونو په لاسه کې ده.
یاده سرچینه وايي چې کابو نیم ساعت مخکې کمانډو ځواکونو د غزني مرکز څخه دې ولسوالۍ ته پر لاره دي، خو لا نه دي رسېدلي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې اوس‎مهال د اجرستان ولسوال حمدالله او امنیه قومندان عبیدالله د ولسوالۍ غرونو ته پناه وړې او هلته هم له طالب وسله‎والو سره په نښتو بوخت دي.
یاده سرچینه وايي چې طالبانو کابو ۱۸۰ کورونه چور کړي او وروسته یې اور ورته کړی دی.
طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې د اجرستان ولسوالۍ یې نیولې ده.
په دې نښتو کې ملکي کسانو او افغان ځواکونو ته د اوښتې ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxtevvuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته