دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 163949
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۹۶۰میلیون افغانیو په ارزښت ۷ قراردادونه منظور کړل
د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه نن سهار د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس انجینر الهام عمر هوتکي د تدارکاتي اصلاحاتو د مثبتو پایلو د انعکاس، او د ملګرو ملتونو د سیاسي سازمان ( یوناما) په تازه راپور کې په قراردادونو کې د تدارکاتو ملي ادارې او ملي تدارکاتو د څارنې کمېسیون د موثرو کړنو یادونه وکړه.
هغه د اصلاحاتو په راوستو او فساد سره د مبارزې د تحقق په برخه کې د جمهوررئیس، اجرائیه رئیس، د جمهوري ریاست د دویم مرستیال او د کمېسیون د نورو غړو له ملاتړه مننه وکړه.
وروسته د ملي تدارکاتو کمېسیون په اجنډا کې شاملې پروژې وارزولې او په پایله کې یې د ۹۶۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۷ قراردادونه منظور کړل چې لاندې قراردادونه پکې شامل دي:
  • د فاریاب ولایت د میمنې ښار د اوبو رسولو شبکې پروژه؛
    د هرات ولایت د فلاحت فارم د اوبو لګولو سیستم د دویمې برخې د جوړولو پروژه؛
    د امو سیند پنځمې حوزې د پروژې د تطبیق او څارنې مشورتي خدمتونو قرارداد؛
    د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د شولګرې د سیند غاړې د تحکیماتو قرارداد؛
    د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند کندهار ولایت ته د ټیلیفون له لارې د معاشاتو د ورکړې پروژه؛
    د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه تیلو برابرول؛
    د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت او امنیتي تصدۍ معینیت د اړتیا وړ سون لرګیو تدارک؛
جمهوررئیس غني د میمني د اوبو رسولو شبکې او سرخرود – څپرې د سړک مشورتي خدمتونو د قراردادونو د منظورۍ پر مهال له اړوندو ادارو څخه د دواړو پروژو پر لازمې څارنې ټینګار وکړ.
سربېره پر دې ملي تدارکاتو کمېسیون د کابل-جلال اباد لویې لارې له څپري څخه تر سرخرود پورې د مشورتي خدمتونو د قرارداد نیټې تمدید، د ۲۰۳ تندر قول اردو او مارشال فهیم دفاعي پوهنتون ساحه کې د ګارډ ټاورونو ساختماني چارې او د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ قرطاسیې د نیټې تمدید هم تائید کړل.
خو د کندهار بین‌المللي هوايي ډګر د حفظ و مراقبت پیشنهادي قرارداد د کمېسیون له لورې رد او له مؤجه دلایلو پرته داوطلب شرکت د آفر له تمدید څخه منصرف او د محرومیت پروسې ته معرفي شو.
ملي تدارکاتو کمېسیون پرېکړه وکړه چې د مقیدې سیالۍ نه په استفادې دې نوې تدارکاتي پروسه پیل شي او څرګنده یې کړه په راتلونکي کې له توجیه پرته دا ډول انصراف سرغړونه او جوړجاړی ګڼل کېږي چې دولت ته د زیان په خاطر به داوطلبان له نورو سیالیو محروم شي.
همدارنګه د ننګرهار ولایت په حصارشاهي سیمه کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولیدي پروژې قرارداد، د نوي کابل‎بانک د مرکزي او ولایتي دفترونو د فزیکي امنیت د ټینګښت قرارداد او د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ د جغلي سړک بیارغاول د لا زیاتې ارزونې په خاطر د کمېسیون له لورې بېرته ور وګرځول شول.
په پای کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د کورنیو چارو وزارت د اضطراري تدارکاتو لپاره د ملي تدارکاتو ادارې پیشنهادي طرزالعمل په پرنسیپ کې تائید او هغه یې د نظر ورکولو په موخه مالیې او اقتصاد وزارتونو ته راجع کړ.
په دغې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اقتصاد، ماليې او عدلیې وزارتونو سرپرستانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان شفافیت څار بنسټ، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkxnzw23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته