دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۱
د مطلب کود : 163971
غزنی اجرستان ولسوالی ته د مرستندویه ځواکونو او تجهیزاتو رسیدنه/ طالبان د تیښتی په حال کې دی
د غزنی سیمه ایز چارواکې اجرستان ولسوالی ته د الوتکو او کوماندو مرستندویه ځواکونو رسیدو څخه خبر ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش شره، عارف نوری، د غزنی والی ویناد تیره ورځ یک شنبه ماسپښین د خبرنګارانو سره په مصاحبه کې اجرستان ولسوالی ته د کوماندو مرستندویه ځواکونو او نورو تجهیزاتو رسیدو څخه خبر ورکوی.
د نوری په وینا، مرستندویه ځواکونو رسیدو وروسته، طالبان تیښتې ته مخه کړي او تصرف شوی سیمو څخه شاته لاړ.
په همدی حال کې عارف رحمانی، د غزنی نماینده په پارلمان کې هم د افغان غږ خبری آژانس خبرنګارانو سره په اړیکه کې اجرستان ولسوالی ته د مرستندویه کافی ځواکونو څخه خبر ورکوی او وایی چی د تصرف شوی سیمو د بیرته آزادولو لپاره جنګ اوس شروع شوی او ادامه لری.
په همدی حال کې هغه مرکز او غزنی امنیتی چارواکو څخه په شدت سره نیوکه کوی چی ولی هر وخت د سخت مالی او ځانی تلفاتو اوښتو وروسته، د خوب څخه راپاڅیږی او په وړاندی یی اقدام کوی.
د رحمانی په وینا، که صداقت او جدیت وی، ولی څوک د سقوط نه مخکې اقدام نه کوی ترڅو د فاجعه څخه مخنیوی وشی.
د ویلو وړ دی چی تیره ورځ د ماسپښین مخکې طالبانو ویاند د اجرستان ولسوالی پوره تصرف کیدو څخه خبر ورکړی وو په داسی حال کې چی په دی ولسوالی کې ددرو ورځو راهیسی جنګ روان دی.
 
 
 
 
https://avapress.com/vdccm1qss2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته