کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ په ولایت کی ۱۰ تنه وسله وال وژل شوی

31 ثور 1397 ساعت 8:21

ویل کیږی، د ملی ریاست ځواکونو په بریدیونو کې ۱۰ تنه وسله وال طالبانو وژل شوي او ۶ نور تپيان شوی دی.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملي امنیت ریاست نه خپره شوی خبرپاڼه کې راغلی دي، چی د بلخ په ولایت په چمتال ولسوالۍ کې یاد ‌‎ وسله‎والو یو پټن‎ځای امنیتي ځواکونو په نښه کړی دی.
سرچینی زیاتوی، چې په دغه عملیاتو کې افغان ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د ملی ریاست خبرپاڼه وایی، چې وسله والو طالبانو غوښتل له دغه مرکز څخه د مزار شریف ښار او یو شمېر نورو ولاتونو باندې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسینو ټه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 163974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163974/د-بلخ-په-ولایت-کی-۱۰-تنه-وسله-وال-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com