دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 163977
په افغانستان کې د وژل شوی پاکستاني جنرال په اړه د امرالله صالح څرګندونې
د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني رئیس او د افغانستان د زرغون بهیر مشر امرالله صالح په افغانستان کې د پاکستان پوځ د اوپرسیون پخواني د وژنې په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي چې جنرال شاهد عزیز د ترهګرو په لیکو کې وژل شوی.
نوموړی په ټویټر پاڼه کې د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د پاکستان پوځ دغه متقاعد جنرال ظاهراً د افغان او بهرنیو ځواکونو پر خلاف د ترهګرو د روزنې پر مهال وژل شوی دی.
ښاغلي صالح زیاته کړه، چې جنرال عزیز د پوځ په یونیفورم کې یوه ترهګر و چې د ۹۰ په لسیزو کې د طالبانو مشری یې په غاړه درلود.
د ملي امنیت پخواني رئیس دا هم ویلي، چې جنرال عزیز په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې په کندز کې د پاکستاني ځانګړو ځواکونو د ځای پر ځای کولو ترشا هم لاس درلود چې پر امریکا د برید په پایله کې د ځانګړو الوتکو په وسیله له سیمې څخه شول.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ دغه متقاعد جنرال څو موده وړاندې په افغانستان کې وژل شوی دی.
خو د جنرال عزیز زوی د خپل پلار په اړه خپره شوې راپورونه بې بنسټه بولی.
د پاکستانی چارواکو په وینا، جنرال عزیز د ۳۷ کلونو لپاره د پاکستان په لیکو کې خدمت کړی او د ۲۰۰۵ په میلادي کال کې له پوځ څخه استعفا وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciypazyt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته