کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ملي اقتصاد په چار بهار بندر کې له ګواښونو سره مخ شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 ثور 1397 ساعت 15:41

د امریکا ولسمشر ترمپ وروستۍ پرېکړې د چاه بهار پروژې په تر سره کیدو کې خنډ پېښ کړی دی.


د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د امریکا د ولسمشر له خوا پر ایران د بندیزونو زیاتیدو د ایران، افغانستان او هند ګډه پروژه یا چابهار د فعالیت چارې هم له ګواښونو سره مخ کړې دي.
چابهار د عمان خلیج په شمالي څنډه او د هورمز تنګي په اوږدو کې پروت بندر دی. افغانستان، هند او ایران تېر کال درې اړخیز تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې کابل او ډیلي د ایران د چابهار بندر له لارې را کړه ور کړه هم کولی شي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه مني، چې کیدی شي پر ایران د امریکا د بندیزونو زیاتوالی د چابهار پر لار منفي اغېز ولري.
دوی ویلي؛ پلان يي درلود، چې له دې لارې د افغانستان د تازه میوو صادرات پیل شي.
د سوداګري خونې سرپرست خانجان الکوزی وایٍي؛ مونږه له ایران او هندوستان سره خبري کړي، چې په روان کال کې به له دې لارې ممبيي ته صادرات ولرو. که بندیزونه زیات شي، ښايي دا لړۍ هم زیانمنه شي.
د صنایعو اوسوداګرۍ وزارت بیا وايي، افغانستان ټولې چارې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ تر سره کوي او د خپلو صادارتو د تر سره کولو لپاره یې نور ډېر دهلیزونه هم په نظر کې نیولي دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وایی: افغانستان د خپلو صادراتو لپاره پر هوايي دهلیزونو کار کړی او د نړۍ مارکیتونو ته د لاسرسي پر لارو چارو مو هم کار کړی دی. مونږ د خپلو ملي ګټو له مخې حرکت کوو.
د اقتصادي چارو کار پوهان هم په دې بارو دي، چې پر ایران د نړیوالو بندیز ونو زیاتوالی به د چابهار پر فعالیت او د افغانستان پر اقتصاد مستقیم اغېز ولري.
اقتصادي چارو کار پوه محمد طاهر وردګ وایي: اړینه ده، چې پر ایران د بندیزونو زیاتیدل به په چابها کې د افغانستان او ایران پر سوداګرۍ هم اغېز ولري.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له ټولو ګاونډ هېوادونو سره خپلو ښو اقتصادي اړیکو ته ژمن يو او دې بهیر ته به ډاډمنه پراختیا ورکړو.
دوی ویلي، چې د هند پر مرسته د چاه بهار بندر پروژه د افغانستان د ترانسپورت لپاره یو نوی دهلیز دی، چې د پاکستان پر بې باورو لارو د افغانستان اتکا پای ته رسوي.


د مطلب کود: 164023

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164023/افغان-ملي-اقتصاد-په-چار-بهار-بندر-کې-له-ګواښونو-سره-مخ-شوی

آوا
  https://www.avapress.com