دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 164040
دایکندی ولایت ته د اجرستان ولسوالی کارکوونکو او ولسوال رسیدنه
غزنی سیمه ایز چارواکی خبر ورکوی چی د اجرستان ولسوالی ولسوال او ۸۶ تنه کارکوونکې د خپلو کورنیو غړو سره دایکندی ولایت ته رسیدلی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عارف نوری، د غزنی والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: نن داسی اطلاعات لاس ته راغلی دی چی ۸۶ تنه کارکوونکې چی اجرستان ولسوالی کارکوونکې او کورني غړۍ پکښی شاملی دی، د میدالله، د غزنی اجرستان ولسوالی سرپرست سره چی د طالبانو فشار وروسته د دایکندی ولایت میرآمور ولسوالی لوری ته سفر کړی وو، همدا اوس د میرآمور ولسوالی په امن سیمه کې ده.
هغه زیاته کړه چی قرار دی چی دا کارکوونکې ډیر ژیر اجرستان ولسوالی ته ولیږدول شی.
د غزنی والی ویاند په عینی حال کې په اجرستان ولسوالی کې د جنګ ختمیدو څخه خبر ورکوی؛ که څه هم تراوسه مستقل سرچینی په اجرستان کې جنګ پای رسیدنه نه ده تایید کړي.
د یادولو وړ ده چی د درو ورځو راهیسی سخت جنګ د اجرستان په ولسوالی کې د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ جریان درلود چی په لړ کې یی، طالبان ددی ولسوالی ډیری سیمو په نیولو وتوانید، خو اوس غزنی سیمه ایز چارواکې د اجرستان ډیرو سیمو بیرته نیولو او حتی جنګ پای ته رسیدو څخه خبر ورکوی.
 
https://avapress.com/vdcayyn6w49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته