دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 164041
په هېواد کی ۵۹ تنه وسله وال وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي
ویل کیږی، چی افغان امنیتی ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د بریدیونو پر مهال د دولت مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، دفاع وزارت نه خبر شوی په خبر پانه کی راغلی دی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ پلان شوي او ۷۸ ځانګړي عملیات په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي دي.
سرچینی زیاتوی، چې په ننګرهار، غزني، پکتیکا، اروزګان، فراه، بلخ، فاریاب، سمنګان، قندوز، بغلان او هلمند ولایتونو کې د یادو عملیاتو پر مهال ۵۹ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه ندی ویلی.
https://avapress.com/vdcbaab88rhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته