دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 164052
غزنی باندی د وسله والو طالبانو بریدونه او امنیتی ځواکونو ته سخت مرګژوبله
وسله والو طالبانو تیره شپه غزنی ولایت ده یک او جغتو ولسوالیو باندی په ډله ایز برید ترسره کولو سره امنیتی ځواکونو ته مرګژوبله اړولی ده او ویل کیږی چی نښتې اوس هم رواني دی.

د ولایتي شورا یوه غړی ناصر احمد فقیري وایي، د وسله والو د برید په ترڅ کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاته کړه، چې په شهیدانو کې د احتیاطي ځواکونو قوماندان حاجي برکت او د ده یک ولسوالی امنیه قوماندان شامل دي.
بلخوا وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ده یک او جغتو ولسوالیو کنټرول د طالبانو په لاس لوېدلي دي.
خو په ملي شورا کې د غزني ولایت استازي عارف رحماني وایي، په دواړو ولسوالی کې سخت نښتې روانې دي او د سقوط له خطر سره مخ دي.
هغه تائید کړه چې د نښتې په ترڅ کې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له تېرو لسو ورځو راهیسې سخت نښتې روانې دي.
 
https://avapress.com/vdcdko0fxyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته