دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 164080
د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو له لورې ډګر جنرال اخترمحمد ابراهیمي نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین په توګه د یاد وزارت مسوولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو
د کورنیو چارو وزارت نوي امنیتي معین د پېژندلو پرمهال لومړی د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، نوي ټاکل شوي امنیتي معین ته مبارکي وویله زیاته یې کړه، دا چې په دولتي ادارو کې ټاکنې او بدلونونه یو منل شوی اصل بلل کیږي نو د اړتیاو او نوو تجربو په اساس باید په دندو کې لازم بدلونونه رامنځته شي.

کورنیو چارو وزیر د ملي پولیسو پر ښونه او روزنه ټينګار وکړ ویې ویل:"دا چې ښوونه او روزنه زموږ د کاري لومړیتوبونو څخه یو مهم او اساسي لومړمیتوب دی نو زموږ موخه د پولیسو مسلکي روزنه او ظرفیت لوړونه ده، موږ هڅه کوو چې د پولیسو اکاډمۍ ته لا نوره پراختیا ورکړو او یاد مرکز په یو منل شوي او پرمختللي مرکز بدل کړو."
ښاغلي برمک زیاته کړه، "موږ د جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست لپاره د نوې ټيکنالوژۍ، امکاناتو او عصري تجهیزاتو په برابرولو سره کولای شو چې د پېښو په مخ نیوي او د تحقیقاتو په برخه کې تخنیکي اسانه څېړنې وکولای شو."
د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي هم د کورنیو چارو وزارت نوي ټاکل شوي امنیتي معین ته مبارکي وویله زیاته یې کړه، دا چې په دندو کې ټاکنې او بدلونونه یو اصل دی نو دا د لوئ ویاړ ځای دې چې پخوانی امنیتي معین سترپاسوال مرادعلي مراد تر دا دمه خپله پاکه او سپیڅلې دنده په پوره میړانې سره ترسره کړه.
د ملي دفاع وزیر وویل:"زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د هېواد ملي اردو به لکه د تل په څېر د خپلو ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبینو سره د یوې کلکې همغږۍ او یوې موخې لپاره له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه نه کوي او له دښمن سره به د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې مبارزه کوي."
د کورنیو چارو وزارت پخواني امنیتي معین ستر پاسوال مرادعلي مراد د ولسمشر او د مسلح قوواو اعلی سر قوماندان له دغې پریکړې هر کلی وکړ خو زیاته یې کړه چې دا ډېره سخته ده چې زه نن د خپلو هغه اتلو سرتېرو څخه خدای پاماني کوم چې د خلکو د خوندي امنیت په موخه له ماسره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
په پای کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین لوئ پاسوال اخترمحمد ابراهيمي د ملی وحدت حکومت رهبری څخه د زړه له تله مننه وکړه چې په داسې حساسو شرایطو کې یې نوموړی د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معینت لپاره وړ وباله او دا دروند مسوولیت یې د ده ترغاړې کړ.
د کورنیو چارو وزارت نوي ټاکل شوي امنیتي معین وویل: "زه د یو ژمن او مسلکي جنرال په توګه ژمنه کوم چې د افغانستان اساسي قانون په رڼا کې به د ټولو شته سیاسي ناخوالو پروړاندې جدي مبارزه کوم او د ملي پولیسو له فرد فرد څخه به دفاع کوم چې زما یو اساسي طرحه د قانون ماتوونکو، غاصبینو او زورواکو پروړاندې کلکه مبارزه کول دي او هیچاته به اجازه ورنه کړم چې د امنیتي حالاتو پروړاندې ستونزې جوړې کړي."
د کورنیو چارو وزارت نوې ټاکل شوي امنیتي معین وویل، زما د اساسي کارونو څخه یو کار د خلکو او پولیسو ترمنځ د اعتماد او باور فضا رامنځته کول، له رسنیو، علماوو، مدني ټولنو او ځوانانو سره لیدنې او د فساد پروړاندې جدي مبارزه کول دي چې په دغه برخه کې د خپلو ټولو همکارانو کلکه پاملرنه غواړم.
د غونډې په پای کې د کورنیو چارو وزارت نوی ټاکل شوی امنیتي معین د کورنیو چارو وزیر او د راغلو لوړ رتبه میلمنو په ملتیا تر خپل کاري دفتره پورې بدرګه شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceve8z7jh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته