دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 164130
په کابل ښار کې چاودنه شوی
نن د غرمې وروسته د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه یې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د راپورونو له مخې، پیښه د کابل ښار د کمبني سیمې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وایي، د کمپني په سیمه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي.
سرچینه زیاتوي، چې چاودنه د پولیسو پر یوه موټر شوی او په ترڅ کې یې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون درې کسان تپیان شوي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې په وروستیو کې هڅې کوي ترڅو د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کې یې خپل بریدونو ته زور ورکړي.
وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې خبرداری ورکړ چې د پسرلني عملیاتو په لړ کې به یې د کابل ښار پر امنیتي موسساتو او اهدافو بریدونه پیل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeyn6w49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته