دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 164136
فاریاب سقوط په اړه اندیښني
د فاریاب خلګو یو شمېر استازي په ولسی جرګه کې ددی ولایت د وضعیت خرابیدو څخه اندیښنه څرګندوی.

د جرګې دوه غړي رنګینه کارګر او ګل محمد پهلوان وايي، که چېرې حکومت د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونه‌کړي فاریاب به له سقوط سره مخ شي.
دوی زیاته کړه:"فاریاب یا د شمال دروازه له سقوط سره مخ ده او د کندز او فراه له برخلیک سره به مخ شي، د فاریاب په ۱۰ ولسوالیو کې یوازې مرکزونه او امنیه قوماندانۍ د حکومت په واک دي او بس."
"په فاریاب کې ستونزې ډېرې دي، دا مهال د قورغان او قرمقل ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي او شیرین تګاب، دولت‌اباد، بل‌چراغ، جمعه بازار، ګرزیوان، المار او قیصار ټول محاصره دي."
د فاریاب د سقوط اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د وسله‌والو طالبانو تحرکات په غزني کې هم ډېر شوي وو.
https://avapress.com/vdcgwt9q3ak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته