دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 164144
تركيه: د فلسطينیانو او قدس ساتنې لپاره به نړیوال پوځ واستوو او اسرائیل به محاکمه کړو
ترکیې ویلي چې هیواد به یې نورو ملکونو سره په همکارۍ فلسطین ته نړیوال ځواک واستوي څو فلسطینیان او قدس د اسرائیلو له ظلمونو وساتي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو یوې خبري غونډې ته وینا کې تینګار وکړ چې اسرائیلو سره به د هغه ترورزم حسابي کوي چې په فلسطینیانو یې کوي.

ښاغلي اوغلو د سیشنبې په ورځ ویل چې«که اسرائیل د خپلو ترورستي کړنو له کبله حسابي سره مخ نشي نو نوره سرکشي به وکړي، او زما فلسطیني سیال نن د اسرائیلو دوسیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې کړه، مونږ به دا قضیه تعقیبوو»

د اوغلو اشاره د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر لخوا د جرمونو نړیوالې محکمې ته د اسرائبلو له کړنو د شکایت دوسیه وه، چې تمه ده اسرائیلو ته به بو لوی سرخوږی جوړ کړي.

چاووش أوغلو زیاته کړه:« د هغو هیوادونو په ضد په جزایي ګامونو غور کوو چې د قدس له «بلفعله وضعیت» څخه سرغړونه کوي او خپل سفارتونه هلته وړي. لدې وروسته به جزا وي او تدابیر وي».

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویل چې شاوخوا ۵۰ خپلو سیالانو (بهرنیو چارو وزیرانو) د نړیوالو ادارو مشرانو، او نورو چارواکو سره یې «د غزې د وینو سیلاب» په اړه اړیکې نیولې دي.

نوموړي زیاته کړه «په لومړي ځل اسلامي نړۍ یوه پریکړه کوي، داسې چې د خپلو فلسطیني ورونو او قدس ساتنې لپاره به نړیوال ځواک واستوو، او له هغه وروسته بع اسرائیل هیڅکله ونشي کولی چې هروخت یې زړه وي برید پرې وکړي».

ښاغلي اوغلو ټینګار وکړ چې «د ټولې نړۍ مشرانو سره لیدو کتو کې به د اسرائیلو محاسبه کول باوري کوو».

ښاغلي اوغلو دا هم ور زیاته کړه چې «شکاره خبر ده چې دا ګامونه به ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې سره په ګډه اخلو، ځکه دا د ۳ اسماني دینونو د پیروانو ګډه موضوع ده.»

د خبرو پای کې ښاغلي اوغلو ګواښ وکړ چې «لدې وروسته به هیڅکله چوپ نشو، او نه به په غندنو او بلنو بسنه وکړو، بلکې بلمقابل ګامونه به پورته کړو او هغوی بع له ناسمو ګامونو پورته منع کوو، لدې کبله ترکیه باید غښتلې اوسي».

ترکیې له هغه وروسته د اسرائیلو او امریکا په ضد ګامونه اخیستل او توندې خبرې پیل کړې چې امریکا په قدس ښار کې خپل سفارت پرانیست او دا ښار یې د اسرائیلو پلازمینه ومنله.

ددې په مقابل کې فلسطینیانو لاریون وکړ چې د اسرائیلي پوځ لخوا پرې ډزې وشوې او ۶۰ کسه شهیدان او ۲۴۰۰ زخمیان شول.
 
https://avapress.com/vdcfjjdyjw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته