دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 164151
ملی بس ۳۵۰ زاړه موټرونه ترمیمیږی
دترانسپورت وزارت وياند حکمت الله قوانج نن په يوه خبري کنفرانس کې د اته ترانسپورتي ترمينلونو د جوړولو خبر ورکړ او ويې ويل چې ددغو ترمينلونو په جوړولو سره عوايد زياتيږي .
  دترانسپورت وزارت وياند په دې کنفرانس کې دترانسپورت دنوي قانون او دترمينلونو  دجوړولو په باب  خبرې وکړې او ويې ويل چې دترانسپورت   پخواني قانون چې په  ١٣٥٨ کال کې تصويب شوي  و له اوسني حالت سره سمون نه درلود له  همدې امله دترانسپورت نوي قانون چې اوسنيو اړتياو ته ځواب وايي نافذ شوي دي .
ددغې څرګندونې له مخې په نوي قانون کې دترانسپورت  په برخه کې يولړ اسانتياوې  رامنځته شوي دي او هم دترانسپورتي  خدمتونو وړاندې کول په ښه توګه په پام کې نيول شوي  دي
  حکمت  الله قوانج  زياته کړه چې ددغه قانون په اجرا کيدو سره ترانسپورتي  نظم رامنځته  کيږي  او هم به دترانسپورتي   شرکتونوظرفيت  لوړ شي .
ده زياته کړه هغه ترانسپورتي  شرکتونه چې ددغه  قانون له معيارونو سره سمون ونه لري دفعاليت جواز يې اخستل کيږي .
دده دڅرګندونوله مخې ، کابو زر ترانسپورتي شرکتونه په هېواد کې فعاليت کوي چې دهغو سلو شرکتونوجواز چې ددغه وزارت له معيار سره يې سمون نه درلود اخستل شوى دى .
دترانسپورت وزارت وياند وويل: دغه وزارت په پام کې لري  چې دهېواد په اتو زونونو کې اته ترانسپورتي  ترمينلونه جوړ کړي چې په مدرنو لوازمو او تجهيزاتو سره به سمبال وي .
دده  دڅرګندونو له مخې، ددغو ترمينلونو دجوړولو  موخه دښو ترانسپورتي  خدمتونو وړاندې کول دي .
ده زياته کړه چې ددغو ترمينلونو په جوړولو  سره دکارزمينه برابريږي او هم به ترانسپورتي عوايد زيات شي .
حکمت  الله قوانج  دغه راز وويل چې دهندوستان ديو موافقه ليک له مخې له افغانستان سره دملي بس داتو کانتينرونو پرزو مرسته کړې ده .
دترانسپورت وزارت وياند وويل چې دغه کانتينرونه دچابهار بندر له لارې افغانستان ته رسيدلي دي او ټاکل شوې ده دملي بس    ٣٥٠ زاړه موټرونه ترميم شي .
  ده زياته کړه چې ددغو موټرونو دترميمولو  کار په ډير لنډ ممکن وخت کې پيليږي اودغه موټرونه له ترميم وروسته په مرکزاو ولايتونو کې ويشل کيږي .
https://avapress.com/vdcdko0ffyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته