کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش، امریکا، او افغانستان په اړه د حافظ سعید نوې اعاوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جوزا 1397 ساعت 10:27

د پاکستان د لښکر طیبه او د ملي مسلیم لیګ مشر حافظ سعید ادعا کوي چې د امریکا متحده ایالتونو له داعش ډلې څخه یې د مسلمان هېوادونو پر خلاف د وسلې په توګه کار اخلي.


هغه په افغانستان کې د روانو تاوتریخوالو په اړه ویلي، چې امریکا په افغانستان کې له ماتې سره مخ دی او د خپل ناکاميو ملامتي پر پاکستان اچوي.
د لښکر طیبه مشر حافظ سعید د نړیوال ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوي او د سلهاو ملکي وګړو په قتل او ترهګریز بریدونو کې مسئول دی.
نوموړی د ۲۰۰۸ میلادي کال په می میاشت کې د امریکا د عدلیې وزارت له خوا د نړیوال ترهګر په توګه وپیژندل شو او د همدغه کال په ډسامبر میاشت کې نوموړی د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په نوملړ کې شامل شو.
حافظ سعید د ۲۰۱۷ میلادي کال په نوامبر میاشت کې د پاکستان د یوې محکمې له خوا له قید څخه خوشي شو.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشري ماڼی د حافظ سعید د خوشي کېدو په غبرګون کې ویلي وو، چې د لښکر طیبه مشر خوشې کول د ترهګرو پر ضد د پاکستان حکومت د ژمنو په هکله د اندیښنې وړ پیغام استوي ځکه دغه اقدام د پاکستان د هغو ژمنو په تضاد کې لیدل کیږي چې ګواکې پاکستان هیڅکله ترهګرو ډلو ته امن ځایونه نه ورکوي.


د مطلب کود: 164162

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164162/د-داعش-امریکا-او-افغانستان-په-اړه-حافظ-سعید-نوې-اعاوې

آوا
  https://www.avapress.com