دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 164174
د کابل-دوبي په مسیر کې یې د الوتکې دننه شخړه
د عربي متحده اماراتو چارواکي وایي، چارواکو د کابل او دوبي په مسیر کې یې د الوتکې دنننه د شخړې له امله د فلای دوبي الوتنه لغوه کړې ده.
اماراتي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې په الوتکه کې سپاره له یو مسافر سره د شخړې له امله چارواکي دې اړ شو چې د الوتکې سفر لغوه کړي.
چارواکو ګلف نیوز ته ویلي، چې د فلای دوبي دغه الوتکه د کابل په لور روان و چې د ایران په فضا کې یې د الوتکې دنننه یوه مسافر په ناڅاپه توګه شخړې پیل کړه.
د متحده عربي اماراتو چارواکو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې وسله والو دغه الوتکه یرغمل نیولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې نامعلومو وسله والو د فلای دوبي یوه الوتکه یرغمل کړی دی.
په دې اړه لومړنی راپورونه په ټولنیزو شبکو کې یې خپاره شوي وو.
خو د عربي متحده عربي امارتو د ملکي هوایي چلند اداره هم دغه راپورونه رد کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciy5az5t1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته