دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 164182
کابل کې د ملګرو ملتونو برمته شوي کارکوونکي خوشي شول
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو اړوند برمته شوي کارکوونکي خوشي شوي دي.
د یوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په افغانستان کې ملګري ملتونه د یوې کارکوونکې او دهغې د ماشوم د خوشې کیدلو هرکلی کوي چې د جنوري میاشتې راپدیخوا برمته شوي وو، په داسې حال کې چې د هغوی د برمته کیدو له امله او څه موده وړاندې د یوه بل کارکوونکي پر وژلو چې د همدې پیښې په ترڅ کې برمته شوي وو، خپله غوصه څرکندوي.
خبرپانه زیاتوي، چې د دې میرمنې او د هغې د ماشوم خوشې کیدل د دوی د کورنۍ، همکارانو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولې کورنۍ لپاره خورا لویه ډاډګیرنه ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې مرستیالې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي )یوناما( سرپرستې، انګرید هایدن وویل «موږ له شرم څخه د دغه ډک برمتې او د خپل همکار وژنه چې قصدي بریښي، غندو. موږ له هغو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو، چې له دغه ناوړه جرم څخه تر ټولو زیات زیانمن شوي او له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې تر خپل وسه هر هغه څه وکړي تر څو د دغې پیښې عاملینو سره حساب وشي.»
د یوناما په وینا، د ملګرو ملتونو دوه افغانان برمته شویو کارمندانو، د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق UNFPA سره کار کاوه. دوی د ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشتې په ۲۲ مه نیټه هغه مهال لادرکه شول، چې موټر یې د نامعلومو بریدګرو له لوري ودرول شو. د موټر چلوونکي مړی د مارچ میاشتې په ۱۶ مه نیټه په کابل کې وموندل شو.
یوناما وایي، په یوه خورا ستونزمنه دوره کې، ملګرو ملتونو له نورو اړونده مسؤلینو سره د ټولو برمته شویو کسانو د خوشې کولو لپاره کار وکړ، همدارنګه ملګري ملتونه د افغان قانون پلي کوونکو ادارو او ټولو هغو کسانو ستاینه کوي، چې د خوشې کولو په برخه کې یې مرسته کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6knzi23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته