دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 164199
په شیرین تګاب کې د ۲ پوستو د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه
د فارياب ولايت د شيرین تګاب ولسوالۍ په اړه خبرونه خپاره شوي چې د دې ولسوالۍ پر دوو امنيتي پوستو د وسله‌والو طالبانو په حمله کې تېره شپه ۱۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
 خو د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دوو پوستو د سقوط خبره رد کړه او ویې‌ويل:
"هلته د ملي اردو دوه پوستې وې، خو يوې یې سقوط کړی دی، درې د ملي اردو سرتېري شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي، دا خبره چې وسله‌والو ټانکونه له ځان سره وړي دي، دروغ ده، دوه ټانکونه وو چې له سقوط شوي پوستې څخه امنيتي ځواکونو شپږ ټپيان د ګل‌تپې نظامي اډې ته انتقال کړل."
د ښاغلي رضايي په وينا دغو نښتو کې پنځه وسله‌وال وژل شوي او اووه کسان‌يې ټپيان شوي دي.
ده وويل چې سیمې ته د مرستې لپاره نوي ځواکونه لېږل شوي دي او په لومړي نمبر ګلزاد پوسته کې جګړه دوام لري.
همداراز له غور ولايت څخه په راغلي خبر کې ویل شوي چې د دغه ولايت په منګ سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان مولوي محمد په ګډون ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
د غور د امنيه قوماندانۍ د وياند اقبال نظامي په وينا په ټپيانو کې د غور، فاریاب، سرپل او بادغيس لپاره د طالبانو د څلورمې جبهې قوماندان، عبدالهادي هم شامل دی.
په دغو نښتو کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ويلي. 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1jdy1w6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته