دخپریدو نیټه :جمعه ۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 164210
روسیه او هند افغانستان لپاره موافقه کړي
روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین او هند لمړی وزیر نرندرا مودي افغانستان لپاره ګډو همکاریو پر سر موافقه کړي.

د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو مشرانو د روسیې په سوچي ښار کې د کتنې پر مهال د افغانستان په اړه غږیدلي.
هندي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې ولسمشر پوتین او د هند لومړی وزیر مودي په افغانستان کې د ګډ پرمختایي پروژې د پیل په خاطر موافقې ته رسېدلي.
چارواکو په دې اړه نور جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.
په همدې حال کې هندي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې د ګډ پروژې د پیل لپاره طرحه د هند د لومړی وزیر نرندرا مودي له خوا وړاندې شوی و چې د دواړو هېوادودنو مشرانو په سوچي کې یې د کتنې پر مهال پرې موافقې رسېدلي.
هند په تېرو شپاړس کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په پایله کې هم د هند حکومت د افغانستان لپاره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو یو نوې بسته اعلان کړه.
 
https://avapress.com/vdcjvxevyuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته