دخپریدو نیټه :جمعه ۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 164212
هلمند کې طالبانو یو مرکز باندی بریدونه
افغانستان کې ناتو قاطع ملاتړ ماموریت وایی چی هلمند کې د طالبانو مشرانو یو مرکز باندی راکټی بریدونه ترسره کړی دی.

دا ماموریت وايي چې دغه راکټي برید د د پنچشنبې په ورځ (مۍ ٢۴) د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د سوق او ادارې په یو مرکز باندې شوی چې د طالبانو مشهور مشران راټول شوي وو.
خو ددې برید د مرگ ژوبلې په اړه او همداشان د طالبانو د مشرانو د نومونو په هکله چې پدې مرکز کې راټول شوي وو څه ندي ویل شوي.
ناټو ویلي چې پدغه مرکز کې د طالبانو مشران راټول شوي وو چې په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې یې د بریدونو پلان یې طرحه کاوه.
د ناټو اعلامیې د امریکایي سمندري قواو د برید جنرال بینیامین واټسن د خولې ویلي چې دا ډول بریدونه نه یواځې د طالبانو عملیات کمزوري کوي، "بلکه زمونږ شریکانو ته ددې امکان هم ورکوي پر دښمن باندې فشار روان وساتي".
دغه امریکایي قواوې د ٢٠١٧ کال په اپریل کې هلمند ته لیږدول شوي دي چې د افغانستان د ملي اردو ٢١٥ قل اردو او د افغان ملي پولیسو سره مرسته وکړي او هغوی ته په پوځي چارو کې مشورې ورکړي
 
https://avapress.com/vdcb8ab85rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته