دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 164225
کانونه؛ تروریزم او تروریزم ملاتړکوونکې ځمکې لاندی تجارت

 
د دفاع وزارت یو نړیوال ریپورت په دی اړه چی داعش په افغانستان کې د کانونو استخراج پیل کړي، تاییدوی.
ددی نړیوال ریپورت په اساس د ځینو کسانو څخه په نقل سره چی هویت یی نه دی افشا شوی، راغلی دی چی داعش په ننګرهار ولایت کې ځینی ماشینونه او تجهیزات ځای پرځای کړی دی او عملآ د قیمتی ډبرو استخراج د عربستانی او پاکستانی انجنیرانو په مرسته شروع کړی دی.
ددی ريپورت په اساس، قیمتی ډبری چی افغانستان معادن څخه استخراج کیږی، د پاکستان له لاری اروپا او امریکا ته صادر کیږی.
طالبانو یو قومانده هم ویلی دی چی د هغوی جنګ داعش ډلې سره د معادن او کانونو پر سر دی.
محمد رادمنش؛ د دفاع وزارت ویاند معاون ددی ریپورت په تایید سره وویل چی د داعش ترڅنګ، نور مسلح مخالف ډلی هم افغانستان کانونو څخه ګټه پورته کوی.
صفی الله مسلم؛ طبیعی سرچینو او محیط زیست کمیسیون رئیس هم وایی، مسلح مخالف ډلې بالخصوص داعش ډلې کانونو تاراج د سوریه او عراق نه وروسته اوس په افغانستان کې هم شروع شوی او ننګرهار او بدخشان کې کانونو څخه ګټه اخلی.
لوړ تکان ورکوونکی مستنداتو ته په کتو سره، د داعش ډلې ځمکې لاندی سرچینو تاراج تجربه سوریه او عراق نه وروسته، اوس په افغانستان کې د رامنځته کیدو په حال کې دی او دا شکاره کوی چی خارجی او داخلی نظامی قوماندانانو ادعاوو سربیره، ددی لپاره چی په افغانستان او سوریه او عراق کې داعش ترمنځ نه ایدئولوژیک او نه مم سازمانی او نه تشکیلاتی لحاظه کوم شراکت شتون لری، داسی حقیقت شتون لری او خراسان ولایت په افغانستان کې هم د سوریه او عراق په شان اسلامی هیوادونو کارونو یوه برخه ده.
په سوریه او عراق کې هم لمړۍ داعش هغه سیمو لورو ته ولاړ چی اقتصادی لوی سرچینی بلل کیده؛ تیلو څاه ګانی، استراتژیک جاده، تاریخی آثار، تاریخی سیمی او قیمتی ډبری.
د تامل وړ خبره داده چی په دی منځ کې داعش د یو غیری مشروع او تروریستی ډلي په حیث چی په ظاهر کې ټول نړۍ ورسره په مبارزه کې قرار درلود، اقتصادی ګټو معاملاتو او تجارت په برخه کې خارجی هیوادونو سره د هیڅ ډول محدودیت سره مخ نه وو.
په سوریه او عراق کې، ترکیه او اسراېیل او ځینی نور رژیمونه د داعش ډلي نفتی معاملاتو اصلی لورو څخه بلل کیږی او دا تروریستی ډله د معدنی سرچینو استخراج په برخه کې او تاریخی آثارو قاچاق په برخه کې متخصصان درلوده چی هیڅ تروریستی ډله ورته لاسرسی نه درلوده.
همدا حقیقت په افغانستان کې د معدنی کانونو تاراج په اړه هم شتون لری.
خارجی متخصصان لکه پاکستانی او عربستانی متخصصان د داعش سره افغانستان ارزښتناکه قیمتی ډبرو او کانونو را ایستلو کې مرسته کوی او په دی توګه، دا ډله په سادګی سره کولای شی یاد سرچینی پاکستان او هغه ځایه اروپا او امریکا ته صادر کړی.
هغه کار چی افغانستان دولت د ۱۷ کالو عمر سره د بین المللی او ملی پراخ ملاتړو سربیره، نه دی توانیدلی او یایی نه دی غوښتی چی ترسره کړی، داعش د دوو کلونو څخه په لږ مده کې ورته لاسرسی پیدا کوی.
دا یعنی د داعش ترڅنګ یو لوی پشتوانه شته. دا یو لوی مالی او اقتصادی پروژه په سیمه ایز او بین الملی ابعادو کې دی چی تروریزم او تروریزم ملاتړ کوونکو ترمنځ مالی او تجاری ځمکني لاندی اړیکه رامنځته کړی ده او په نړۍ کې تور تجارت پیچلی شبکه باندی بدل شوی دی.
په داسی شرایطو کې، دا ډیر پوښتنه منځته راوړونکې دی چی امریکا په شان قدرتونه او ملاتړ کوونکې یی افغانستان امنیتی ځواکونو او حکومت مرستې لپاره، داعش خطر په افغانستان نادیده نیسی او هڅه کوی چی ددی تروریستی ډلې خطر لږ او بی اهمیته شکاره کړی.
دا نه دی معلوم چی داعش ډله به ددی طبیعی ذخایرو په ګټه اخستنې سره به څومره قدرت ترلاسه کړی او راتلونکې قربانیان یی کوم ډلې یا کوم هیواد او یا کومې ځمکې به وی.
 
https://avapress.com/vdcf0jdytw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته