دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 164229
امریکايي الوتکو د سوريې د پوځ اهداف په نښه کړي
د سوریې رژيم وايي، د امریکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف الوتکو نن سهار د پوځ دوه مرکزونه ويشتلي چې مالي زیانونه يې اړولي، امریکايي پوځي چارواکي د بریدونو په اړه خپله بې خبري ښيي.

د سوریې خبري اژانس ناسا د پوځي سرچینې له قوله ویلي، په دیرالزور ولایت کې د بوکمال او حميميې ترمنځ د پوځ ځیني مرکزونه د امریکايي ائتلاف الوتکو بمبار کړي دي.
دې سرچینې زیاته کړې، په بمبار کې یوازې مالي زیانونه اوښتي دي.
د سوریې د بشري حقونو لندن ميشتي سازمان ویلي، د امریکا په هوايي بریدونو کې د سوريې ۱۲ تنه پوځیان وژل شوي دي.
د لبنان د حزب الله اړند رسنیو راپور ورکړی چې بریدونه د عراق پولې ته نژدې د فرات سیند لويديځ ۱۰۰ کيلومترۍ کې د پوځ پر دوو مرکزونو ترسره شوي دي.
روئيټر اژانس د امریکا د مرکزي قومندانۍ د ویاند له قوله ویلي، دوی د سوريې د رژیم پر اهدافو د امریکايي  ائتلاف د هوايي بریدونو په اړه هیڅ ډول معلومات نه لري.
د پنټاګون ویاند هم دا ډول خبرونه رد کړي او په دې اړه یې خپله ناخبري ښودلې ده.
د امریکا له لورې د سوريې د رژیم پر اهدافو په داسې مهال برید کیږي چې دې وروستیو کې اسرائیلو په مکرر ډول پر سوريې هوايي او توغنديز بریدونه ترسره کړل چې زیات زیانونه يې لرل.
https://avapress.com/vdcj8xevhuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته