دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 164252
په ننګرهار کې طالبانو پټنځایونه د خارجی ځواکونو له لوری بمبار شوي
افغانستان کې خارجی ځواکونو ننګرهار ولایت سره رود ولسوالی کې طالبانو پټنځایونو باندی بریدونه ترسره کړی دی.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، تېره شپه امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په سره رود کې یې د طالبانو پر پټنځایونه هوایي برید ترسره کړي.
سرچېنه زیاتوي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو درې غړي وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د طالبانو په وړاندې پوځي عملیات دوام لري.
د ننګرهار ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ۱۴ ولسوالیو لپاره د وسله والو طالبانو ګمارل شوی نظامي مسؤل سنګري د تېښتې پر مهال ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په سواتۍ سیمه کې د پنجشنبې په شپه د ملي امنیت ځواکونو له لورې ځآنګړي عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د دې ولایت د ۱۴ ولسوالیو لپاره د وسله والو طالبانو له لورې نومول شوی نظامي مسؤل ګل محمد چې مشهور په سنګري وو،د تېښتې پر مهال وژل شوی او دوه نور ملګري یې ژوندي نیول شوي دي .
 
https://avapress.com/vdcftjdy0w6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته