کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسی جرګی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره نوماندانو نوم لیکنه پیل شوه

5 جوزا 1397 ساعت 13:29

نن په رسمی توګه ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره نوماندانو نوم لیکنې پروسه پېل شوه.



د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د نوماندانو لپاره د نوم لیکنې فورمونه په ټولو ولایتونو کې موجود دي.
ښاغلي صیاد زیاته کړه، چې د نورو شرایطو ترڅنګ د ټاکنو لپاره هر نوماند باید د فورمونو ترڅنګ د زرو کسانو د ګوتو نښې هم یاد کمېسیون ته وسپاري.
په همدې حال کې، ښاغلي صیاد وویل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو ټاکنو لپاره ۳۲۲ زره کسان خپل نومونه ثبت کړي دي.
هغه په ټینګار وویل، چې په راتلونکو کې به یې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون بې طرفه پاتې شي او پر حکومت هم غږ وکړ چې له یاد کمېسیون د ملګری په توګه همکاري وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ډاډ څرګنده کړه، چې یاد کمېسیون به هیڅوک ته د درغلیو اجازه ورنه کړي.
د ټاکنو د امنیت په اړه ښاغلي صیاد وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې اړه له امنیتي ارګانونو سره په تماس کې ده.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د اکټوبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه ترسره شي.
 


د مطلب کود: 164253

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164253/ولسی-جرګی-او-ولسوالیو-شوراګانو-ټاکنو-لپاره-نوماندانو-نوم-لیکنه-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com