دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 164288
سرچینه: د هلمند په نادعلي کې انتحاري حملې د ملي اردو ٢ سرتېري وژلي
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې نن ځانمرګی برید شوی دی.د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، دغه برید د نادعلي ولسوالۍ په شاول سیمه کې د ملي اردو پر سرتېرو شوی دی.
که څه هم ځواک یې د مرګ ژوبلې د دقيق شمېر په اړه څه ونه ويل، خو د ملي اردو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، برید د موټر په واسطه د درېیمې لېوا پر اول کنډک شوى دى.
سرچينه وايي، په پېښه کې د ملي اردو ٢ سرتېري وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
بل خوا یوه طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي برښنا لیک کې ادعا کړې چې د نادعلي ولسوالۍ په انتحاري حمله کې یې د یو شمېر مهمو قوماندانو په ګډون یې۱۱۰ تنه مړه او ژوبل کړي دي.
په نادعلي ولسوالۍ کې دم ګړۍ د وسله والو پر ضد پوځي عملیات روان دي چي ویل کېږي افغان ځواکونو په کې ښه پرمختګ کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceve8zvjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته