دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 164298
هلمند: په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ۹ وسله وال مخالفين وژل شوي
ویل کیږی، د هلمند ولایت په نادعلي، ګرمسیر، ۶۰۱ نمبر شاهراه او د ګرشک پورې اړوند سيمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۹ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱ تن يې ټپي دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی رسنیز نه خبر شوی نه خبر پانه کی راغلی دی، نادعلي ولسوالۍ پورې اړوندو سیمو کې د نړيوالو هوايي ځواکونو په هوايي بريد کې (۷) تنه د دولت وسله وال مخالفین داسې مهال ووژل شول، چې مخالفینو د ملي اردو پر يوې پوستې د ډله ييز برید پلان درلود؛ د کشفي راپورونو پر بنسټ په نوموړي برید کې (۱) تن وسله وال ټپي (۱) عراده موټرسایکل او وسلې يې له منځه وړل شوي.
سرچینی زیاتوی، همدارنګه د ګرمسیر ولسوالۍ په مربوطاتو کې هوايي ځواکونو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو مخالفینو (۱) تن وژل شوی.
په خبر پانه کی ویلی شوی، دغه راز  پر ۶۰۱ شاهراه د ملي اردو او د دولت مخالفينو ترمنځ په نښته کې (۱) تن وسله وال وژل شوی چې جسد يې د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلی.
د هلمند ولایت رسنیز دفتر وایی، د روانو عملياتو په ترڅ کې د ملي اردو د ماین پيژندونکو ټیمونو لخوا د سرک او مسیرونو د چک او کنټرول پرمهال (۲۲) کړۍ ډول ډول ماینونه کشف او شنډ کړل شوي دي.
سرچینی څرګندوی، اوس مهال د نادعلي ولسوالۍ پورې اړوند لوی باغ، ناقل اباد، زرغون کلی او شهید څلورلارې کې د ملي اردو ځواکونه په چاڼیزو عملياتو بوخت دي چې ډیری سیمي يې د دښمن له شتون څخه پاکي کړي.
خو د یاد وسله والو مخالفانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcf1jdycw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته