کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند نادعلی ولسوالی کې ملی اردو مرکز مخ ته ځانمرګي برید

6 جوزا 1397 ساعت 11:31

هلمند کې د افغان پوځ چارواکي وايي نن د یکشنبې د ورځې سهار اوه بجې ( غبرګولی ۶مه)د دغه ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د ملي اردو یو مرکز مخ ته ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې لږ ترلږه دوه افغان سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.



دا برید د ۲۱۵ میوند قول اردو د درییمې لوا لومړي کنډک مخ ته شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایی، چې ځانمرګي برید کوونکي دا برید د مازدا لارۍ په وسیله کړی دی.
ښاغلي ځواک وویل " د نادعلي ولسوالۍ د شیرین جان چهار راهي ته ځېرمه د ملي پوځ د مرکز مخ ته د مازدا موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی، د لومړنیو معلوماتو له مخې پېښه کې د څلورو سرتیرو د ټپي کیدو خبر مو تر لاسه کړی او د وژل شویو سرتیرو ارقام لا دقیق ندي".
د دغې چاودنې غږ پنځوس کیلو مېتره لیرې په لښکرګاه ښار کې هم اوریدل شوی.
د پېښې په سیمه کې له تیرو څو ورځو راهیسې د ګډو افغان ځواکونو له لوري نظامي عملیات هم دوام لري.
 هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل، چې په پېښه کې د ملي پوځ د ۸ سرتیري وژل شوي او ۱۱ نورو د ټپي کیدو معلومات دوی تر لاسه کړي دي.
نادعلي ولسوالي د لښکرګاه ښار په پنځوس کیلو میترۍ کې موقعیت لري، چې د هلمند له نا امنه ولسوالیو څخه بلل کیږي.
طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.
د دغې ډلې یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې په دې برید کې د افغان پوځ د ۱۱۰ تنو د وژل کیدو او ټپي کیدو او هم د څلورو زرې وسایطو د ویچاړیدو ادعا کړې ده.


د مطلب کود: 164302

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164302/هلمند-نادعلی-ولسوالی-کې-ملی-اردو-مرکز-مخ-ته-ځانمرګي-برید

آوا
  https://www.avapress.com