کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د لسګونه کېلو ګرامو نشه‌يي موادو د قاچاق مخه نیول شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 جوزا 1397 ساعت 14:15

یو تن چې غوښتل‌یې ۴۴۰ کېلو ګرامه چرس، ۹ کېلو ګرامه هیروئین د یو موټر په واسطه د ننګرهار له بټي کوټ ولسوالۍ څخه اچین ولسوالۍ ته انتقال کړي، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د لارې په اوږدو کې ونیول.


 د ننګرهار پولیسو د لسګونه کېلو ګرامو نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یو تن چې غوښتل‌یې ۴۴۰ کېلو ګرامه چرس، ۹ کېلو ګرامه هیروئین د یو موټر په واسطه د ننګرهار له بټي کوټ ولسوالۍ څخه اچین ولسوالۍ ته انتقال کړي، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو د لارې په اوږدو کې ونیول.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د ننګرهار پولیسو په دوو بېلا بېلو پېښو کې ۵۶۱ کېلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي او قاچاق کوونکي یې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي. 


د مطلب کود: 164314

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164314/په-ننګرهار-کې-د-لسګونه-کېلو-ګرامو-نشه-يي-موادو-قاچاق-مخه-نیول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com