کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غلاو په تړاو د ماشومانو یوه ډله په کابل ښار کې نیول شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 جوزا 1397 ساعت 14:57

په پلازمېنه کابل ښار کې د غلاو پیښو په تړاو د ماشومانو یوه ډله د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده.


د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د ماشومانو پنځه کسیزه ډله چې د کابل ښار د دوه لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د کورونو، قیمتي زیوراتو او د پیسو په غلاو کې لاس درلود، د امنتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو کې په جنایي پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
تېره اوونی په پلازمېنه کابل ښار کې د یو ماشوم د قتل په تړاو دوه کسان د امنیتي ځواکونو له خوا ونول شول.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، نیول شوي کسان د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو ماشوم د بیل په وسیله وژلی و.
سرچینه زیاتوي، چې د دغو کسانو په برید کې یې یو بل ماشوم ټپي هم شوی و چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د پيښې عاملین ونیول شول.
بلخوا د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د دوو کسانو د قتل په تړاو دوه نور کسان هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه کسان د ثور میاشتې په ۱۹ مه نیټه د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې دوه کسان په ډزو وژلی و.


د مطلب کود: 164323

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164323/د-غلاو-په-تړاو-ماشومانو-یوه-ډله-کابل-ښار-کې-نیول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com