دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 164341
په ۱۲ ولایتونو کې ۲۲ ټولګټې پروژې پیلیږي
د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت په دولس ولایتونو کې دوه ویشت ټولګټې پروژې پیلوي.

د دغو پروژو تړونونه د سیمه ییزو شوراګانو او ساختماني شرکتونو له استازیو سره لاسلیک شوي دي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي؛ د پوهنې، لار جوړونې، سربندونو او استنادي دیوالونو او پلونو د جوړلو پر دغو پرمختیايي پروژو دوه سوه پېنځه ویشت میلیون دالره لګښت کیږي، چې هند یې ورکوي.
هغه زیاتوي، چې د دغو پروژو په پیلیدو به شاوخوا شپږ اویا زره کسانو ته دنده پیدا شي.
هغه دغه راز په ډاګه کړې، چې ناامني ښايي د دغو پروژو د عملي کیدو لپاره ستونزې جوړې کړي.
په تېرو څه باندې اووولس کلونو کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په لیرې پرتو سیمو کې بېلا بېلې پرمختیايي پروژې بشپړې کړي دي؛ خو نیوکې دا دي، چې دې پروژو د خلکو اوږدمهالې ستونزې نه دي حل کړي او د لږ وخت په تېریدو له کاره لویدلي دي
https://avapress.com/vdceee8zzjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته