دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 164372
په ننګرهار کې داعش ډلې جلب او جذب مسؤول او هغه کسانو نیول کیدنه
افغانستان ملی امنیت ریاست په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې جلب او جذب مسؤول او هغه کسانو نیول کیدو څخه خبر ورکړ.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ملی امینت مطبوعاتی دفتر د یو خبرنامی په خپرولو سره اعلان کړی چی امنیتی ځواکونه خاص عملیاتونو په ترسره کولو سره په ننګرهار ولایت کې، د داعش جلب او جذب مسؤول دهغه کسانو سره یوځای نیولی دی.
ددی ګزارش په اساس محمد آصف د داعش ډلې جلب او جذب مسؤول، مشهور په عمر او هغه کسان د احمد شاه او محمد اسحق په نامه دی.
دا سرچینه زیاته کړه: محمد آصف څیړنیز جریان کې اعتراف کړی چی د درو کالو راهیسی، داعش ډلې جلب او جذب باندی مصروف او په ننګرهار او کنر کې ځینی تروریستی او تخریبی فعالیتونه هم ترسره کړی دی.
ملی امنیت خبرپاڼه همدارنګه ویلی دی چی امنیتی ځواکونو د طالبانو دری غړۍ د مهتاب الله، سبحان او شمس الرحمن په نامه هم نیولی دی.
 
 
 
 
https://avapress.com/vdciy5azrt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته