خوښ ديک ۰

افغانستان سنا مجلس رییس عربستان ته تللی

فضل هادی مسلم یار د سنا مجلس مشر، تیره ورځ د یو هیئت په راس کې عربستان هیواد ته تللی دی.
افغانستان سنا مجلس رییس عربستان ته تللی

په دی سفر کې چی د عبدالله بن محمد بن ابراهیم آل شیخ د سعودی عربستان الشورا مجلس رئیس له لوری دعوت په اساس صورت نیولی دی، فضل هادی مسلمیار قرار دی چی خپل سعودی سیال سره د پارلمانی اړیکو پراختیا او تحکیم پرسر او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبری اتری وکړی.
د سعودی هیواد چارواکو او سعودی میښت افغانانو سره لیدنه ددی سفر وړاندوینو څخه دی.
سناتوران عبداللطیف نهضت یار، جمعه الدین ګیانوال، رحمت الله اچکزی او انجنیر احمد جاوید رووف د سنا مجلس رئیس سره هملاری دی.
 
دوشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود: 164373 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *