دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 164377
په پکتیا کې د ولسي تړون ملي پروګرام د پراختيايي پروژو پلي کیدل
په دغو پروژو کې به داوبورسولو شبکې ، استنادي ديوالونه، سړکونه او پلونه شامل وي، چې له مخې به یې د پکتيا ولس ته د ژوند اړينې اسانتياوې برابرې شي.
 
تیره اوونۍ د پکتيا ولایت په احمد آ باد ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرامپراختیایي پروژې رسمي توګه پرانېستل شو.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د یادو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې سږ کال به د ولسي تړون ملي پروګرام د پراختیایي شوراګانو له خوا د احمد اباد په ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ بېلابېلې پروژې پلي شي.
په دغو پروژو کې به داوبورسولو شبکې ، استنادي ديوالونه، سړکونه او پلونه شامل وي، چې له مخې به یې د پکتيا ولس ته د ژوند اړينې اسانتياوې برابرې شي.
ده د احمد اباد ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې ددې ترڅنګ به په دغه ولسوالۍ کې د ۴ ميليونه امریکایي ډالرو په ارزښت يوه لويه سړه خونه اوهمداراز د مچلغو سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5o0f5yt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته