دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 164430
د فاریاب په سقوط سره ۹ نور شمالی ولایتونه به هم سقوط وکړی
د فاریاب ولایت نمایندګان په مجلس کې ددی ولایت امنیتی وضعیت ډیر اندیښمند وبلل او وویله چی د بی توجهي له لاسه به دا ولایت د وسله والو مخالفینو په لاس سقوط وکړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نمایندګان خبرداری ورکړ چی د فاریاب ولایت سقوط سره به د څو نورو شمالی ولایتونو سقوط احتمال هم شته.
ګل محمد پهلوان، د فاریاب نماینده په مجلس کې وویل: همدا اوس ددی ولایت ۱۱ ولسوالی د مسلح مخالفینو تر محاصره لاندی دی.
هغه زیاته کړه: که څه هم په دی افغان غږ خبری آژانسخرو کې د پوستو سقوط په دی ولایت کې ډیر شوی دی؛ خو دولت خپل بی توجهي ته ادامه ورکوی.
عبدالستار درزابی د فاریاب بل نماینده هم وویل چی د خوش تیپه ولسوالی او درزاب ولسوالی د ۱۳۸۹ کال څخه راهیسی په هیواد کې د تروریستی ډلو زده کړی سیمي او قرارګاه باندی بدل شوی دی.
درزابی وویل: د دولت بی توجهی د مخالفینو ټکولو په برخه کې ډیر پوښتنه منځته راوړونکې دی ځکه چی طالبان په دی ولسوالیو کې ډیر ځمکې لاندی سیمې جوړ کړی دی چی حتی بمباریو کې هم د هغوی له منځه وړلو امکان کموی.
هغه وویل چی که دولت خپل خبری باندی صادق وی نو باید د هیواد شمالی دروازه د تروریستانو د شتون څخه پاک شی.
د فاریاب نماینده وویل چی همدا اوس په دی ولایت کې ۶۴ ښوونځي د ناامنی له لاسه تړلی او ۳۶ زره زده کوونکې د زده کړی څخه محروم دی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcdso0fzyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته