کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ارزګان په ولایت کی ۱۴ تنه وسله والو وژل شوی

8 جوزا 1397 ساعت 12:58

ویل کیږی، افغان امنیتی هوايي ځواکونو په غزني او ارزګان ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر خځو بریدونه کړي دی.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د دفاع وزارت  نن ورځ نه خبر شوي په خبرپاڼه کې راغلی دی، چې د غزني  په اجرستان ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۲۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
سرچینی زیاتوی،  چې په دغه عملیاتو کې یې ۵۴ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبر پانه کی ویل شویی، چې د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د هوايي برید پرمهال بیا ۱۴ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
دیاد وړدی، په دواړو هوايي بریدونو کې د وسله  والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات او دوه عرادې موټر هم له منځه وړي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 164434

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164434/د-ارزګان-په-ولایت-کی-۱۴-تنه-وسله-والو-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com