دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 164435
ننګرهار کې فضل الهادی مسلمیار کورني غړي په ګډون ۹ تنه وژل شوی
په ننګرهار ولایت کې د مشرانو جرګې رئیس د فضل الهادي مسلمیار د کورني غړي په ګډون لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي.

سیمه ییز چارواکي وایي، دغه کسان د چپرهار ولسوالی په مربوطاتو کې دامنیتي ځواکونو د عملیات په ترڅ کې وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې د عملیات په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ تنه ټپیان هم شوي دي.
د ننګرهار ولایت په پیښه کې د ښاغلي مسلمیار د کورني غړي د تلفاتو په اړه راپورونه تائیدوي.
د ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې پېښه کې نهه کسان شهيدان او اته نور ټپیان شوي.
د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، چې د پیښی د دقیقې څیړنی لپاره د کابل څخه یو لوړ پوړی پلاوی ټاکل شوی. شهیدانو ته جنةالفردوس او زخميانو ته عاجله شفا او غم ځپلی کورنیو ته د زړه صبر غواړم.
هغه زیاته کړه، چې د مشرانو جرګی د دروند ریس او د متضرری کورنی د ټولو غړو صبر او حوصلی څخه د زړه له کومی مننه کوم.
 
https://avapress.com/vdcip5azwt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته