کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې فضل الهادی مسلمیار کورني غړي په ګډون ۹ تنه وژل شوی

8 جوزا 1397 ساعت 13:02

په ننګرهار ولایت کې د مشرانو جرګې رئیس د فضل الهادي مسلمیار د کورني غړي په ګډون لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي.



سیمه ییز چارواکي وایي، دغه کسان د چپرهار ولسوالی په مربوطاتو کې دامنیتي ځواکونو د عملیات په ترڅ کې وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې د عملیات په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ تنه ټپیان هم شوي دي.
د ننګرهار ولایت په پیښه کې د ښاغلي مسلمیار د کورني غړي د تلفاتو په اړه راپورونه تائیدوي.
د ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په دې پېښه کې نهه کسان شهيدان او اته نور ټپیان شوي.
د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، چې د پیښی د دقیقې څیړنی لپاره د کابل څخه یو لوړ پوړی پلاوی ټاکل شوی. شهیدانو ته جنةالفردوس او زخميانو ته عاجله شفا او غم ځپلی کورنیو ته د زړه صبر غواړم.
هغه زیاته کړه، چې د مشرانو جرګی د دروند ریس او د متضرری کورنی د ټولو غړو صبر او حوصلی څخه د زړه له کومی مننه کوم.
 


د مطلب کود: 164435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164435/ننګرهار-کې-فضل-الهادی-مسلمیار-کورني-غړي-په-ګډون-۹-تنه-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com