دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 164436
غزنی ولایت کې افغان هوایی ځواکونو بریدونه
غزنی ولایت ده یک ولسوالی کې افغان هوایی ځواکونو بریدونه کړي چی په ترڅ کې ګڼ شمیر وسله وال مخالفین وژل شوی دی.

په سوېل ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وسله وال وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د غزني ولایت په ده یک او یو شمېر نورو ولسوالیو کې سخت نښتې روانې دي.
په همدې حال کې د تندر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې  افغان هوایي ځواکونو دغزني ولایت گیلان او ده یک ولسوالیو په اړونده سیموکې پروسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي،په ترڅ کې (۱۸) تنه وسله وال مخالفین وژلې ،یوعراده ډاټسن اویومیل دهشکه دمخالفینوله منځه وړیدي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ددې ترڅنګ وسله والوترهګروغوښتل چې د غزني ولایت درامک په سیمه کې پرلویه لار ماین ځای پرځای کړي،خپل ماین پرچاودنه کړې،دوه تنه ترهګروژلې دي.
 
https://avapress.com/vdcjtxevmuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته