دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 164437
پر غزې د اسرائيلو په تازه برید کې مرګ ژوبله اوښتې
د فلسطین خبري اژانس وايي، نن ماسپښين اسرائیلي نیواکګرو د غزې په شمال کې د فلسطیني مقاومت د څار یوشمېر برجونه او خالي ځمکې په توپونو وويشتلې.


د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره ویلي، په دې بریدونو کې یو تن شهید شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د حماس نظامي څانګې القسام څرګنده کړې چې د اسرائیلو په برید کې د دوی یو غړی شهید شوی دی.

د اشغالګرو په دې برید کې سیمه کې مالي زیانونه هم اوښتي دي.

پرون هم د اشغالګرو په یوه برید کې د رفاه ښار په ختیځ کې د اسلامي جهاد درې تنه غړي شهیدان شول.

په دې وروستیو کې پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو هوايي او توپچي بریدونه زیات شوي دي.

د فلسطین مقاومت وايي، اسرائيل د ولسي لاریونونو له مقابلې څخه د ځان په ايستلو سره غواړي جګړې ته مخه کړي.

د فلسطين اړوند یوه بل خبر کې ویل شوي چې د اسرائیلو ضد لاریون کې یو ټپي شوی فلسطينی ځوان نن د ژورو ټپونو له امله شهید شو.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، دا ۲۸ کلن فلسطينی ځوان څو ورځې وړاندې د جبالیا په ختیځ کې ټپي شوی و چې نن يې د اندونيزیا په روغتون کې ساه ورکړه.
 
https://avapress.com/vdcaeyn6049niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته